IQNA

د تانزانیا د قرآن د نړیوالو سیالیو په درې دیرشم پړاؤ کې  د ۲۵هیوادونو ګډون

10:21 - February 23, 2025
د خبر لمبر: 3490680
ایکنا – د تانزانیا د قرآڼ د نړیوالو سیالیو ۳۳ پړاؤ د تیرې پنجشنبې په ورځې  په دغه هیواد کې د ۲۵ هیوادونو دنمایندګانو په شتون سره  پیل شوی دی.

ایکنانیوز  د شاهد الاّن له قوله راپور راکوي،د سیالیو دغه پړاؤ د عربستان د اسلامی چارو،تبلیغ او ارشاد د چارو دو زارت په ملاتړ او د نړۍ له مختلفو براعظمونو  څخه د ۲۵ هیوادونو د ۲۵ ګډون کونکو نمایندګانو  په شتون سره په تانزانیا کې ترسره شوی دی  او تر نن ماښام پورې  دوام لري.

عربستان،ترکیه، لیبیا ،سنګال ، کینیډا، کویت ،سوډان ،نیجریه، امارات، مراکش ،یمن،ایوري کوسټ، روسیه، سومالیه، ایتوپیا ،ملایشیا، اردن، کنیا، انګلستان، امرکیا ،ګانا، مصر ،قطر ،الجزایر او یو ګینډا  هیوادونه په دغو سیالیو کې  ګډون کونکي  دي.

ددغو سیالیو لس ګډون کونکي به نهائي مرحلې ته لاره و مومي  او پایزې دستورې به  د شپیتو زره کسانو په شتون سره او دغه راز د تانزانیا د وزیرانو او چارواوکو ، ددغه هیواد دپارلیماني استازو ، ډيپلوماټانو او ټولنیزو شخصیّتونو  په شتون سره ترسره شي.

د قرآن حفظ ته د ځوانانو هڅول، د اسلامی ارزښتونو پیاوړتیا، په وده کونکو نسلونو کې د قرآنی تعلیماتو خپراوی،د اسلامی هیوادونو ترمینځ د اړیکو پیاوړتیا او  د مسلمانانو په ژوند کې د قرآڼ له اهمیّت سره د وګړو بلدتیا  او روزل او پر اعتدال  او مصلحت  او انصاف مشتمل  د اسلامی ارزښتونو په بیاوړتیا سره د سولې او امنیت خپراوی، ددغو سیالیو د ترسره کیدا هدفونه اعلان شوي دي.

په همدې لړ کې  دتیرې جمعې په ورځې یعني د کب د میاشتې په دریمه نیټه  د  د سیالیو ترسره کونکي کمیټې  خپله دوویشتمه مطبوعاتي  ناسته د تانزانیا د جایزې  د قرآني نړیوالو سیالیو  د مشر شیخ عثمان علی کابورو  په مشرۍ  په دارالسلام ښار کې د سیالیو د ترسره کیدا په ځاي کې ترسره کړ.

 په دغې ناستې کې داخلی او نړیوالو ډله ایزو رسندویو  ګډون درلود او د  عربستان د اسلامی چارو،تبلیغ او ارشاد  وزارت رسمي ویندوي عبدالله یتیم العنزي  په ناستې کې  په خپلو څرګندونو کې  په مختلفو  هیوادونو کې د قرآن  له سیالیو  څخه  دملاتړ او قرآته د خدمت لپاره  دعربستان هڅو ته اشاره وکړه.

هغه ووئيل؛ د تانزانیا د قرآن نړیوالې سیالۍ چې د تانزانیا د حکومت په ځانګړي اهتمام سره  ترسره کیږی، د قرآڼ  په خدمت کې  د عربستان  یو اقدام دی  چې  ددواړو هیوادونو پیاوړي او تاریخي اړیکې نندارې ته وړاندې کوي.

https://iqna.ir/fa/news/4267547

captcha